دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 169146
سولې شورا: هرډول تصمیم د بهرنیانو له لوری افغانستان ته کوم ګټه نه دی کړي
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د تجربو له مخې هر هغه پرېکړه چې بهرنیانو د افغانستان په اړه کړې، دې هېواد ته‌یې کومه ګټه نه‌ده رسولې.

په‎داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو په کولو ټینګار کوي، د سولې عالي شورا وايي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو پرته د دغه هېواد د ستونزې د هواري لپاره بله حل‎لاره نه‌لیدل کېږي.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي چې د بهرنیانو پرېکړې هېڅ وخت د افغانانو په ګټه نه‎وې او طالبان باید د دې موضوع په پوهېدلو سره له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
ښاغلي طاهري وویل چې په سیمه‎ییز او نړیواله کچه هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو هرکلی شوی دی.
دا خبرې په‎داسې حال کې کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
په‎دغه پیغام کې د اوربند په اړه څه نه‎دي ویل شوي، خو د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د خبرو په تړاو د امریکا وړاندیز د قبول وړ نه‎دی ګڼلی او غیر عملي یې بللی دی.
د طالبانو مشرتابه د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې دا خبرې مقدماتي وې.
طالب مشران په‎داسې حال کې امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي چې افغان حکومت تل دا ویلي چې د سولې خبرې به د افغانانو په مالکیت او مشرۍ کېږي.
https://avapress.com/vdcc0oqse2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته