دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 169148
فراه یو شمیر سیمو کې پوځی عملیاتونه شوي
د فراه امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په یوشمېر سیمو کې پوځي عملیات د لسګونه وسله والو په مرګ ژوبله پای ته ورسېدل.

په فراه کې د ملي اردو د ۲ پلې لوا قوماندان ګدا محمد دوست نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د خاک سفېد، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ځینې سیمې هم له وسله والو مخالفینو څخه پاکې شوې دي.
دی وایي:
"په دې عملیاتو کې چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت هوايي ځواک له موږ سره مرسته کوله، د مخالفینو ۵۱ وسله وال ووژل شول او ۳۲ کسان یې اسیران شول."
وسله والو طالبانو تراوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفینو پرضد دا عملیات نېږدې یوه میاشت مخکې پیل شوي وو.
https://avapress.com/vdceeo8zvjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته