دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 169151
طالبان ښایي خپلو جنګیالیو ته د اختر په مناسبت د اوربند سپارښتنه وکړي
د وسلوالو طالبانو له لیکو باخبرې سرچیني ویلي، چې ښايي سبا طالبان خپلو جنګیالیو ته د لوی اختر په مناسبت د اوربند سپارښتنه وکړي.

که څه هم د لوی اختر په درشل کې وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو ته زور وکړی؛ خو بیا هم تمه شته، چې وسلوال طالبان تېر کوچني اختر ته ورته د لوی اختر په ورځو کې هم خپلو جنګیالو ته د جګړې درولو سپارښتنه وکړي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي؛ زه یقیني ویلی نشم، چې طالبان به اوربند اعلان کړي. طالبانو په تېر اختر کې اوربند وکړ او دا یې هم وویل، چې په هر اختر کې اوربند کوي؛ خو اعلاموي یې نه!
د سولې عالي شورا له وسلوالو طالبانو او افغان دولت څخه غواړي، چې اوږدمهاله اوربند وکړي.
د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وایي، چې مونږ اوربند له دواړو خواوو غواړو؛ خو اوږدمهاله. که دولت اوربند اعلام کړ، طالبان دې هم اوربند وکړي او که طالبانو اوربند اعلام کړ، حکومت دې هم اوربند وکړي.
دیني عالمان هم تمه لري، چې وسلوال طالبان به دا ځل د اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي.
د عالمانو شورا مرستیال شېر احمد شمس الوطن وایي؛ کله، چې یو ملت ته د اختر مبارکي وړاندې کیږي؛ سوله ییزه فضا باید رامنځته شي. کله، چې سوله نه وي؛ د اختر مبارکي به څه وي. هیله من یو، چې اوربند به ومنل شي.  
د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په دې باور دي، چې وسلوال طالبان به دا ځل هم د اختر په احترام اوربند وکړي.
د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وایي، کیدی شي طالبان د اختر لپاره څو ورځنی نارسمي اوربند اعلام کړي؛ خو باید د تېر اختر ترخه تجربه بیا تکرار نشي.
د کابل ښار اوسیدونکي د جګړې پر ښکېلو غاړیو غږ کوي؛ لږ تر لږه باید د اختر په ورځو کې اوربند وکړي، چې هېوادوال وکولی شي په ډاډه زړه دیني او مذهبي مراسم پر ځای کړي او ابراهیمي اختر ته په خوښۍ ښه راغلاست ووايي.
د کابل اوسیدونکی حسین وایي؛ ټول سوله غواړي، خو سوله باید رڼه او ښکاره وي او د خلکو د سر په بیه نه وي.
د کابل یو بل اوسیدونکی علی نومی وایي، دولت خپله بې تفاوته دی؛ اوربند، اوربند وايي؛ خو داعش او طالب اوربند نکوي.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکی علی رضا وایي، طالب هم د دې خاورې بچی دی؛ لیرې او نږدې کورونه لري. که زما مني؛ نو رادې شي او په سوله کې دې خپل هېواد آباد کړي.  
په افغانستان کې د روانې اووه لس کلنې جګړې په درشل کې د لومړي ځل لپاره وسلوالو طالبانو په تېر کوچني اختر کې خپلو جنګیالیو ته د اوربند ښکاره اعلان وکړ، چې د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو. له دې ټولو سره سره په غزني، میدان وردګ، بغلان او فاریاب کې د وسلوالو طالبانو شدیدو بریدونو، چې په ګڼ شمېر افغان سرتېري او عام وګړي په کې ووژل شول، د اوربند هیلي یو څه پیکه کړې هم دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciw3azzt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته