له فکري خپلواکۍ پرته د حکومت بڼه نه بدلیږي؛ مشوره، زغمل او د یو اوبل پېژندنه د فري خپلواکۍ یوه برخه ده، چې باید ملي بڼه خپله کړي
ولسمشر غني په مشروط ډول د اوربند اعلان وکړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 اسد 1397 ساعت 19:00
له فکري خپلواکۍ پرته د حکومت بڼه نه بدلیږي؛ مشوره، زغمل او د یو اوبل پېژندنه د فري خپلواکۍ یوه برخه ده، چې باید ملي بڼه خپله کړي
نوموړی نن ماښام د افغانستان د خپلواکی په ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وینا پر مهال وویل، چې افغان حکومت سر له سبا چې د عرفې له ورځې سره سمون لري، یو وار بیا له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلانوي، خو په دې شرط چې وسله وال طالبان هم د لوی اختر په مناسبت کې اوربند اعلان کړي.
مونږ د سولې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي. د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري او وروستي بېساري اقدامات يې هم د علماو او د خلکو غوښتنو ته په احترام تر سره کړي دي.
د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښکاره کړي.
د مطلب کود: 169155