کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او فلسطین لوبه مساوي ختمه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 اسد 1397 ساعت 8:23

د فوټبال په یوه دوستانه سیالی کې د افغانستان او فلسطین ملي لوبډلو تر منځ لوبه د يو، يو پر وړاندې مساوي شوه.



دواړو غاړو  په لومړۍ او دويمه نيمه کې بریدونه وکړل خو د افغانستان او فلسطین ګول ساتوونکو څو ځله هغه ګولونه ونيول، چې کېدای شول په ګول بدل شي.
د افغانستان او فلسطین د ګول ساتوونکو او د دفاعي لوبغاړو همدا په زړه پورې لوبه د دې لامل شوه، چې لوبه پرته له کوم ګول نه مساوي پای ته ورسېږي.
نننی دوستانه لوبه د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل ښار کې ترسره شوه.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان فوټبال فډراسیون له شاوخوا پنځه کاله وروسته په هېواد کې دننه د یوې بهرنی لوبډلې کوربه توب کوي.
دغه لوبه د افغانستان د خپلواکی د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت او د افغانستان په بلنه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله تر دې مخکې د فلسطین په وړاندې په دوو لوبو کې  ماتې منلې وه او یوه یې مساوي کړې وه
 


د مطلب کود: 169158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169158/د-افغانستان-او-فلسطین-لوبه-مساوي-ختمه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com