دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 169166
وسله والو طالبانو د کندز– تخار پرلارې شاوخوا ۱۷۰ تنه مسافرین تښتولي
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندز– تخار لويې لارې څخه شاوخوا ۱۷۰ تنه مسافرین یرغمل نیولي دي.

د کندز ولایت د امنیې قوماندان امنیت امر صفی الله محزون وایي پیښه د کندز ولایت اړوند د خان اباد ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي محزون زیاته کړه، چې دغه مسافرین د کابل ولایت په لور روان و چې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.
 چارواکي وایي اوس مهال په سیمه کې د یرغمل شوو مسافرینو د ژغورنې په هدف د افغان ګډو ځواکونو عملیاتو جریان لري.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کنندز د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د پکتیا ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepo8zpjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته