دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 169171
پاکستان حکومت د افغانستان حکومت له خوا اوربند اعلان څخه هرکلی کړي
د پاکستان حکومت د لوی اختر په مناسبت کې د افغانستان د حکومت له خوا د نوي اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټیګښت لامل ګرځي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پاکستان په دې باور دی چې لوی اختر د نوي اوربند لپاره یو مناسب فرصت دی او د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې د لوی اختر او د قربانی سپیڅلي دود په درناوي د یوې اوږدې مودې لپاره اوربند اعلان کړي.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت کې نن ماښام له وسله والو طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ.
نوموړی نن  د افغانستان د خپلواکی په ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وینا پر مهال وویل ”موږ د سولې، انتخاباتو او اصلاحاتو لپاره ژمن یوو او په دې هکله له استثنا پرته له ټولو اقشارو سره سلا مشورې شوي او دا مشورې دوام لري. “
د ارګ ماڼی له مخط، ولسمشر غني یادو مشورو ته په اشارې او د اسلامي نړۍ د علماو  غوښتنې ته چې په حرمین الشریفین کې راټول شوي وو او د اسلامي همکاریو سازمان، د حرمین الشریفین خادم او د سعودي عربستان د پاچا غوښتنو ته په درناوي او  د سولې عالي شورا او د علماو سراسري شورا وروستۍ غوښتنې او د دې لپاره چې افغانان د لوی اختر ورځې په آرامه او سوله‎ییزه فضا کې تېرې کړي یو ځل بیا سبا له دوشنبې چې د عرفې ورځ ده تر میلاد النبي ورځې پورې په دې شرط چې طالبان هم په دې مبارکو ورځو کې اوربند اعلان او رعایت کړي،اوربند اعلان کړ.
 
https://avapress.com/vdca0on6649ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته