کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلال آباد ښار کې یو ځانمرګي بریدګر وژل شوی او څلور ملګري یی نیول شوی دی

29 اسد 1397 ساعت 10:50

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر ووژل شو خو څلور ملګري یې د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندي ونیول شول.



د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار ملي امنیت منسوبینو د اطلاعاتو له مخې د ځانمرګو بریدګرو یوه شبکه تر تعقیب لاندې وه،چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې یې د نیولو په موخه عملیات ترسره کول، چې د عملیاتو د پیل وړاندې ځآنمرګي بریدګر په ځآن پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شو، خو څلور نور ملګري یې ژوندي ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځآنمرګو بریدګرو یاده شبکه د ملي امنیت د ځآنګړي تعقیب او عملیاتو د ترسره کېدو له امله په څلورمه ناحیه کې د عبدالله بن فتاده مدرسې ته د ننه شوي،چې په یاده سیمه کې یې ځانمرګی بریدګر ووژل شو او څلور نور د شبکې غړي ژوندي ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده،چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت مؤظفینو په جلال اباد ښار کې د ځآنمرګو بریدګرو یوه بله اووه کسیزه شبکه هم د پېښو د رامنځته کېدو وړاندې ونیوله.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 169172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169172/جلال-آباد-ښار-کې-یو-ځانمرګي-بریدګر-وژل-شوی-او-څلور-ملګري-یی-نیول-دی

آوا
  https://www.avapress.com