کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا ملی امنیت سلاکار د اسرائیل صدراعظم سره د ایران اټمي وسلو او میزایلو په اړه خبری کړي

29 اسد 1397 ساعت 11:05

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیل له صدراعظم سره د ایران د اټمي وسلو او لیرې واټن ویشتونکو میزایلو په اړه خبرې وکړې.



جان بولټون تېره شپه په بیت‌المقدس کې له بنیامین نتانیاهو سره وکتل.
جان بولټون وویل، د ایران اټمي پروګرام او لیرې واټن ویشتونکي میزایل د نړیوالو چلنجونو د لېست په سر کې دي.
د اسرائیل صدراعظم له بولټون سره تر خبرو مخکې وویل، دوی به په سیمه کې د ایران د یرغمل د پر شا تمبولو او په دې اړه وغږېږي چې څرنګه تهران د اټمي وسلو له لرلو منع کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د فشارونو په زیاتولو کار کوي، څو په خبره‌يې چې ایران اړ باسي چې د خپل اټمي پروګرام او په منځني ختیځ کې له وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ په اړه خپل اوسنی چلند بدل کړي.


د مطلب کود: 169175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169175/امریکا-ملی-امنیت-سلاکار-د-اسرائیل-صدراعظم-سره-ایران-اټمي-وسلو-او-میزایلو-په-اړه-خبری-کړي

آوا
  https://www.avapress.com