کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو په وړاندې د عملیاتو د دوام په اړه د ولسمشر غني لارښوونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 اسد 1397 ساعت 11:25

ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې ده د وسله والو مخالفینو په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې   ولسمشر غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د منسوبینو، د ولایتي شوراګانو او د ولایتونو د سولې او علماو شوراګانو له مسوولینو سرهد ویډیو کنفرانس له لارې  د لوی اختر په ورځو کې د امنیت د لازیات تامین او د اوربند د ورځو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې  یاد ویډیو کنفرانس پرون ماښام په توحید ملي مرکز کې جوړ شو چې په کې د سولي عالي شورا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا رئیسانو، د ملي امنیت سلاکار، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو او یو  شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود.
ارګ ماڼی وایي ولسمشر غني د ویډیو کنفرانس په جریان کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه تر هغې چې طالبانو اوربند ته مثبت ځواب نه وي ویلی، د پخوا په څېر دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني وویل، د اوربند مشخصات د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشترک دستورالعمل له مخې د هېواد ولایتي ادارو ته استول شوي دي.


د مطلب کود: 169177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169177/د-طالبانو-په-وړاندې-عملیاتو-دوام-اړه-ولسمشر-غني-لارښوونه

آوا
  https://www.avapress.com