دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 169191
په فاریاب کې د مولوي مطیع الله په ګډون ۱۰۲ طالبان بمبارد شوي
امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ ولسواليو تر منځ د حمام چشمه په اړوند سیمه کې پر طالبانو پرلپسې درې هوایي بریدونه شوي، چې په کې د شمال لپاره د طالبانو د پوځي قومندان مولوي مطیع الله او څو نورو قومندانانو په ګډون ۱۰۲ نور طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۹شاهین  قول اردو ویاند حنیف رضایي زیاته کړې، چې په دغو هوایي بریدونو کې ۵۴ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوایي برید کې د طالبانو ۶ هاموی، ۶۴ موترسایکله، ۵ فلانکوچ ډوله موتر او درې سراچه موترې بشپړ زیانمن شوي او له کاره لویدلي دي.
ویل کیږي، چې د طالبانو دغه کسان هغه مهال تر برید لاندې راغلي، چې د بلچراغ له ولسوالۍ څخه د ګرزیوان پر لوري روان ول.
طالبانو د دغو پرلپسې درې هوایي بریدونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
دغه برید په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په دارالامان ماڼۍ کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې په نمانځغونډه کې سر له ننه له طالبانو سره درې میاشتنی مشروط اوربند اعلام کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccooqss2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته