دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 169207
کابل ته د میني او دوستۍ پيغام سره ځم - د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر ویلي دي چې د دوستۍ او محبت له پیغام او د ښو اړیکو د نوي پیل په هوډ به افغانستان ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو نوي وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ (اګست۲۰) د لوړې له مراسمو وروسته وویل"غواړم افغانانو ته ووایم چې باید له یو بل سره مرسته وکړو او یوازې دا نه چې خپلې ستونزې درک کړو بلکې د حل لپاره یې هم لار ومومو. د دوو اړخیزو اړیکو له لارې کولی شو دا ستونزې حل کړو".
نوموړي ونه ویل چې کله به کابل ته ځي.
ښاغلی قریشي داسې مهال له افغانستان سره د ښو اړیکو د پیل خبره کوي چې همدا څو ورځې مخکې افغان چاراکو پاکستان تورن کړ چې پر غزني د طالبانو د برید تر شا و.
ولسمشر غني له دغه برید وروسته غزني ته ولاړ او هلته یې له پاکستان نه وغوښتل چې باید په دې اړه وضاحت ورکړي چې ولې یې په روغتونونو کې د طالبانو د زخمیانو درملنه کیږي.
خو پاکستاني چارواکو دا تورونه در کړي او وايي چې په غزني کې وژل شوي پاکستانیان هغه کاریګر او مزدورکاران وو چې افغانستان ته د کار لپاره تللي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر همدغه راز له امریکا سره هم د اړیکو د ښه کولو خبره وکړه. نوموړي وویل چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې دي او په خبره یې دی غواړي چې له امریکايي چاراکو واوري.
د پاکستان او امریکا روابط د ولسمشر ټرمپ له راتګ ورسته خراب شول. ښاغلي ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان یې غږ وکړ چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو پنا ځایونه وران او ویجاړ کړي او ترهګر له خپلې خاورې وشړي.
ښاغلي ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې وویل چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر ورکړي دي خو په بدل کې يې د هغه په خبره پاکستان له دروغو او فریب پرته امریکا ته بل څه نه دي کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawon6049niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته