د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنی لوبه د خرابې هوا له کبله له ۲۰ اورونو څخه ۱۸ ته را ښکته شوه.
پچه ایرلنډ لوبډلې وګتله خو لوبه یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله پیل کړه چې په ۱۸ اور کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لوبغاړی حضرت ځاځی د ۷۴ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.
ورپسې افغان لوبغاړي محمد شهزاد ۲۹، اصغر ستانکزي ۳۱، نجیب الله ځدارن ۷، او محمد نبي ۷ منډې جوړې کړې.
خو د ایرلنډ لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف پوره کړي او په ۱۸ اوورو کې یې خپل ۹ لوبغاړي د ۱۴۴ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي راشد خان ۳، آفتاب عالم او مجیب ځدران دوه دوه، او فرید احمد او محمد نبي دواړو دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)