کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان په لومړی شل اوریزه لوبه کې ایرلڼد ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 اسد 1397 ساعت 10:21

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د درېیو شل اوریزو کرکټ لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.



د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنی  لوبه د خرابې هوا له کبله له ۲۰ اورونو څخه ۱۸ ته را ښکته شوه.
پچه ایرلنډ لوبډلې وګتله خو لوبه یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله پیل کړه چې په ۱۸ اور کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰  منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لوبغاړی حضرت ځاځی د ۷۴ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.
ورپسې افغان لوبغاړي محمد شهزاد ۲۹، اصغر ستانکزي ۳۱، نجیب الله ځدارن ۷، او محمد نبي ۷ منډې جوړې کړې.
خو د ایرلنډ لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف پوره کړي او په ۱۸  اوورو کې یې خپل ۹ لوبغاړي د ۱۴۴ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي راشد خان ۳، آفتاب عالم او مجیب ځدران دوه دوه، او فرید احمد او محمد نبي دواړو دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
 


د مطلب کود: 169226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169226/افغانستان-په-لومړی-شل-اوریزه-لوبه-کې-ایرلڼد-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com