دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 169228
غني : افغان ولس د توغندیو تر حملو لاندې سر نه ټیټوي
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سه شنبه (زمري ۳۰ مه)د لوی اختر په لومړۍ ورځ ولس ته په خپله وینا کې یو ځل بیا وسله والو طالبانو سره د خپل اعلان شوي اوربند څخه ملاتړ څرګند کړ، خو ویې ویل، چې دا یواړخیز اوربند نه دی.

ښاعلي غني، چې د ارګ په جومات کې یې د لوی اختر د لمانځه وروسته د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې وویل، چې وسله والو طالبانو سره اعلان شوی اوربند د ملي اجماع او د اسلامي نړۍ د اجماع پر اساس اعلان شوی دی.
ښاغلي غني وویل " مونږ د اوربند اعلان کړی، د دې په شرط چې اوربند دوه اړخیز وي، دا زمونږ د خلکو ملي اجماع پر اساس وو، د افغانستان د ټولو قشرونو د اجماع پر اساس وو، په دې برخه کې کوم د نظر اختلاف نه وو".
د ارګ په جومات کې د اختر د لمانځه پر وخت د افغان حکومت د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو د ګډون سربیره د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی او د یو شمیر اسلامي هیوادونو سفیران او دیپلوماتان هم حاضر وو.
جمهور رئیس غني وویل، د هغو ګروپونو اقداماتو ته هم افغان حکومت چمتو وو، چې د ښاغلي غني پر وینا د وینې په تویدو باور لري.
ښاغلي غني وویل " اما ټول دې ته اماده وو، چې هغه ګروپونه او هغه افراد، چې په توطیې باندې باور لري، په ویني باندې باور لري، نن به هغسې اعمال ترسره وکړي، چې د افغانستان د ولس ارامي په خطر کې واچوي. که دوی فکر کوي، چې د راکټونو تر حملو لاندې دا ولس سرټیټوي بیا دې فکر وکړي".
جمهور رئیس غني وویل دا ولس اوچت او دریدلی ولس دی،با شهامت ولس دی او همیشه به د خپل استقلال له خپلې ازادۍ څخه او د خپلو اسلامي عنعناتو څخه څخه دفاع وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، د سولې په برخه کې د افغان حکومت اقدامات د اسلامي نړۍ د عالمانو د متفقې او بې سارې اجماع پر اساس ترسره شوي دي.
ښاغلي غني وویل " دوه زره نهه سوه دیني عالمانو، چې بیا وروسته یې فتوا د اندونیزیا اود مکې معظمې د دیني عالمانو او د نړۍ د ټولو سترو دیني مرکزونو له خوا تصویب شوه، دا ښيي، چې د جنګ، انفجار او انتحار لپاره هیڅ ډول دیني توجیه وجود نه لري."
جمهور رئیس غني وویل افغانان سوله غواړي.
هغه د سولې په اړه د خلکو د لیوالتیا په باب یوې وروستۍ نظرپوښتنې ته په اشاره وویل، چې د افغانستان ۹۳ فیصده خلک سوله غواړي.
جمهور رئیس غني وویل، افغان امنیتي ارګانونه د دې پیښې او نورو پیښو د مدیریت توان لري.
خو جمهور رئیس غني د پیښې په اړه نور جزئیات ورنکړل.ظاهرآ د جمهور رئیس غني اشاره پر کابل د توغندي ننني برید ته وه.
کله، چې جمهور رئیس غني په ارګ کې وینا کوله د ارګ سره نږدې د توغندیو د لګیدلو اواز واوریدل شو.
د کابل پولیسو د رسنیو د چارو سلاکار حشمت الله ستانکزي نن سهار پر کابل باندې د یو توغندي لګیدل تائید کړي دي.
د کابل پولیسو ویلي دا توغندی د اماني لیسې سره نږدې پریوتی، خو چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.
جمهور رئیس غني د تلې په ۲۸ مه د افغانانو د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وسله والو طالبانو سره د تیرې دوشنبې د ورځې څخه د مسلمانانو د ستر پیغمبر محمد (ص) د میلاد تر ورځې یو درې میاشتنی اوربند په دې شرط اعلان کړ، چې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان کړي.
طالبانو لا تراوسه د افغان حکومت سره اوربند نه دی اعلان کړی. همداشان تراوسه پر کابل د توغندي برید مسولیت هم کومې ډلې نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxn0fjyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته