دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 169238
په کابل کې د یو چاودنې غږ واوریدل شو
په داسی حال کې چی امنیتی ځواکونو نښته د مسلح مهاجمانو سره د کابل ښار عیدګاه مسجد کې ادامه لری، یو بل چاودنې غږ ددی نښتو سیمې څخه لیری اوریدل شوی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سیمه ایز سرچینی ریپورت ورکړی دی چی د کابل ښار اول امنیتی حوزی شهدا سیمه کې پیاوړۍ چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

د طلوع نیوز ریپورت په ساسا، دا چاودنه د لومړۍ سیمی څخه لیری دی چی مهاجمانو راکتی بریدونو باندی لاس پوری کړی دی او نښتې ادامه لری.

ځینی ریپورتونه نه تایید شوی وایی چی د کابل ښار میوند جاده په ځینو سیمو کې، د عیدګاه مسجد څخه لیری، ځینی انتحاری مهاجمین یو تعمیر باندی یورش کړی دی.

په دی حال کې، بهار مهر، د داخله وزارت رسنیزه مشاوره وویله چی د اوو مهاجمو څخه د عیدګاه مسجد ته نږدی، تراوسه امنیتی ځواکونه دری تنه مهاجمان په عملیات کې له منځه وړی دی.

په همدی حال کې، حشمت استانکزی، د کابل پولیسو قوماندی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: هغه راکتونه چی فیر شوی دی، تراوسه معلوم نه دی چی آیا د مهاجمانو له لوری د اول حوزه په سیمه کې فیر شوی یا هم د بل ځای څخه فیر شوی دی.

هغه کابل ښار لسم او دوهم حوزو په سیمو کې د درو راکتونو نښته تایید کړی دی.

د ښاغلی استانکزی په وینا، د امنیتی ځواکونو او مهاجمانو ترمنځ نښتې د عیدګاه مسجد شاته، په یو سرای کې جریان لری.

https://avapress.com/vdcexo8zvjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته