کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د یو چاودنې غږ واوریدل شو

30 اسد 1397 ساعت 13:17

په داسی حال کې چی امنیتی ځواکونو نښته د مسلح مهاجمانو سره د کابل ښار عیدګاه مسجد کې ادامه لری، یو بل چاودنې غږ ددی نښتو سیمې څخه لیری اوریدل شوی دی.


 

د آوا په ګزارش سره، سیمه ایز سرچینی ریپورت ورکړی دی چی د کابل ښار اول امنیتی حوزی شهدا سیمه کې پیاوړۍ چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

د طلوع نیوز ریپورت په ساسا، دا چاودنه د لومړۍ سیمی څخه لیری دی چی مهاجمانو راکتی بریدونو باندی لاس پوری کړی دی او نښتې ادامه لری.

ځینی ریپورتونه نه تایید شوی وایی چی د کابل ښار میوند جاده په ځینو سیمو کې، د عیدګاه مسجد څخه لیری، ځینی انتحاری مهاجمین یو تعمیر باندی یورش کړی دی.

په دی حال کې، بهار مهر، د داخله وزارت رسنیزه مشاوره وویله چی د اوو مهاجمو څخه د عیدګاه مسجد ته نږدی، تراوسه امنیتی ځواکونه دری تنه مهاجمان په عملیات کې له منځه وړی دی.

په همدی حال کې، حشمت استانکزی، د کابل پولیسو قوماندی ویاند د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: هغه راکتونه چی فیر شوی دی، تراوسه معلوم نه دی چی آیا د مهاجمانو له لوری د اول حوزه په سیمه کې فیر شوی یا هم د بل ځای څخه فیر شوی دی.

هغه کابل ښار لسم او دوهم حوزو په سیمو کې د درو راکتونو نښته تایید کړی دی.

د ښاغلی استانکزی په وینا، د امنیتی ځواکونو او مهاجمانو ترمنځ نښتې د عیدګاه مسجد شاته، په یو سرای کې جریان لری.


د مطلب کود: 169238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169238/په-کابل-کې-د-یو-چاودنې-غږ-واوریدل-شو

آوا
  https://www.avapress.com