کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تکمیلی/ عیدګاه مسجد کې د مسلح مهاجمانو نښتې پای؛ په ارګ کې آوا خبرنګار: د ۱۵ راکتو نښتې غږ واوریدل شو

30 اسد 1397 ساعت 13:30

نجیب دانش، د داخله وزارت ویاند خبر ورکړی چی کابل ښار عیدګاه مسجد کې مهاجمانو او امنیتی ځواکونو نښته پای ته رسیدلي او مهاجمان له منځه وړل شوی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، نجیب دانش چی مخکې د خبرنګارانو سره د نښتو پّ سیه کې خبری کولی، وویل چی تروریستان د دوو کرولا ډوله او باربری کوچنی موټرونو څخه په ګټه اخیستنه د راکتی بریدونو په ترسره کولو عیدګاه مسجد کې نښتې ترسره کړی دی، خو هغه وویل چی نه ویل کیږی دوی تر دی سیمې پوری څنګه ورسید.
هغه وویل چی د سیمې دقیق څیړلو وروسته به نور دقیق جزییات ارائه کړی.
مسلح مهاجمان نن سه شنبه سهار نږدی ۹:۳۰ بجی، د لوی اختر په لومړۍ ورځ، په داسی حال کې چی اختر لمونځ په ارګ ماڼۍ کې پای ته رسیدلی وو، د یو باربری موټر څخه په ګټه اخیستنه لومړۍ راکتی بریدونه د ارګ ماڼۍ په وړاندی ترسره کړي او وروسته د امنیتی ځواکونو سره نښته کړی دی.
د مهاجمانو شمیر څخه دقیق اطلاع نشته، ځینی یی دری تنه او ځینی یی ۷ تنه بولی چی له منځه وړل شوی دی.
آوا خبرنګاره چی ارګ ماڼۍ کې لوی اختر لمانځه مراسمو کې ګډون کړی وو وویل چی راکتی بریدونه د اختر لمانځه ترسره کیدو وروسته وشوه. هغه وویل چی ۱۵ چاودنو غږ یی اوریدلی دی.
آوا خبرنګار وویل چی یواځی د ولسمشر خبرو په جریان کې د ۷ څخه ډیر راکتونه فیر شو.
تراوسه هم کوم ډله ددی بریدونو مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی، خوړ طالبان تیره ورځ د حکومت مشروط اوربند سره مخالفت وکړ.
 


د مطلب کود: 169239

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169239/تکمیلی-عیدګاه-مسجد-کې-د-مسلح-مهاجمانو-نښتې-پای-په-ارګ-آوا-خبرنګار-۱۵-راکتو-غږ-واوریدل-شو

آوا
  https://www.avapress.com