دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 169240
د هند سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۴۰۰ تنو ته رسېدلی
د هند په کيراله ايالت کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰۰ تنو ته رسېدلی چې په دې برسېره یې زیات ویجاړی رامنځ ته کړی دی.


تر یوې اونۍ سخت اورښت وروسته د دوشنبې په ورځ باران کم شو او په څو سیمو کې د اوبو کچه راټيټه شوه.

پوځي چورلکې او کشتۍ د ژغورنې عملیات پر مخ بیايي او په زیانمنو شویو سیمو کې خوراکي مواد او د څښاک اوبه غورځوي.

اوس مهال زرګونه کسان اوبو کې بند پاته دي چې د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي.

دا په کيراله کې د یوې پېړۍ ویجاړونکی سېلاب بلل شوی دی.

د ژغورنې ډلې ویلي، د ۳۰ تنو جسدونه يې وموندل چې په دې سره سېلاب کې د وژل شویو شمېر ۴۰۰ تنو ته لوړ شو.

سېلابونو ۷۲۵ زره کسان په ۴۶۴۵ کېمپونو کې اوسېدلو ته اړ کړي دي.

د کيراله ايالت په ځینو سیمو کې د اوبو لوړوالی له دریو تر ۴،۵ مترو پورې رسیږي.

د سیمه ييزو رسنیو له راپورونو سره سم، د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو اندازه ۳ ميليارده ډالره اټکل شوې چې د نورو ورانیو تر راڅرګندېدو وروسته ښايي دا کچه لوړه شي.
https://avapress.com/vdchkwnzv23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته