دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 169253
پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ
په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر کابل ښار په راکټي برید کې دوی هیڅ لاس نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي ”د کابل د نن ورځې بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري. “
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تردې مخکې ویلي و، چې لومړنی څېړنې ښیي چې په دې برید کې دوه موټرونه چې راکټونه په کې وو، استفاده شوې او ۳ بریدګر په کې ښکېل وو.
نوموړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې دوه سرتېري له وسله والو سره د نښتې په مهال سربیرن ټپیان شوي دي.
د ښاغلي دانش په وینا، د وسله والو له خوا توغول شوي راکټونه د کابل ښار په لومړی، دوهمې، لسمې او شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې لګېدلي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs9b8frhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته