کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 اسد 1397 ساعت 16:13

په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر کابل ښار په راکټي برید کې دوی هیڅ لاس نه لري.



د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي ”د کابل د نن ورځې بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري. “
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تردې مخکې ویلي و، چې لومړنی څېړنې ښیي چې په دې برید کې دوه موټرونه چې راکټونه په کې وو، استفاده شوې او ۳ بریدګر په کې ښکېل وو.
نوموړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې دوه سرتېري له وسله والو سره د نښتې په مهال سربیرن ټپیان شوي دي.
د ښاغلي دانش په وینا، د وسله والو له خوا توغول شوي راکټونه د کابل ښار په لومړی، دوهمې، لسمې او شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې لګېدلي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 169253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169253/پر-کابل-ښار-د-راکټي-برید-په-اړه-وسله-والو-طالبانو-دریځ

آوا
  https://www.avapress.com