کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان حکومت طالبانو څخه د بندی طالبانو نومونو لیست غوښتی دي

30 اسد 1397 ساعت 17:25

د افغانستان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره د مشروط اوربند کولو د اعلان ترڅنګ، له دغې ډلې څخه د بندي طالبانو د نومونو لیست غوښتی دی.



د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ (زمري ۲۹) خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه یو طالب زنداني هم خوشې شوی نه دی، خو د هغوی د آزادولو پر سر بحثونه روان دي.
د ښاغلي چخانسوري پر وینا، د باور فضا د رامنځ ته کولو لپاره، د طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر خبرې شوې دي.
هغه زیاته کړه "هیڅ ډول شی اوس نشته یا تعداد چې بندیان یې رها کیږي یا ایلا کیږي، د افغانستان حکومت له طالبانو څخه غوښتی دی، چې تاسې خپل لیست راکړئ، له هغې وروسته به د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه، خصوصاً لویه څارنوالي به دا لیست ګوري او په هغه کټګوري او بخشونو کې چې د افغانستان حکومت قوانین اجازه ورکوي، چې بعضې بندیان ایلا شي او د افغانستان امنیت ته خطر نه وي، هغوی باندې به غور کیږي".
وسله‌والو طالبانو هم تیره ورځ په یوې اعلامې کې ویلي، چې له دغې ډلې سره د اسیرانو د بیرته خوشې کولو پر سر غور کوي او نن د دوشنبې په ورځ به پر شرایطو برابر یو شمیر بندیان آزاد کړي.
ښاغلي چخانسوري د طالبانو اعلامیې ته په اشارې وویل، طالبان باید د افغان حکومت د لیست پر بنسټ بندیان خوشې کړي "ترڅو چې موږ لیست نه وي ورکړی دوی کوم بندیان خوشې کوي، آیا هغه اسیران د حکومت دي ورسره که نه دي؟".
د هغه پر وینا، په دغې پروسه کې به هغه طالب بندیان، چې ناروغ او زاړه دي او یا د حبس موده یې پوره شوي وي، له زندان څخه خوشې کیږي.
خو ښاغلي چخانسوري ټینګار وکړ، چې د حکومت د پریکړې پر بنسټ په دغې پروسه کې د طالبانو د رهبرۍ د کچې غړي شامل نه دي.


د مطلب کود: 169260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169260/افغانستان-حکومت-طالبانو-څخه-د-بندی-نومونو-لیست-غوښتی-دي

آوا
  https://www.avapress.com