دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 169276
روسیه: موږ د داعش ډلې سره په خپلو ټولو امکاناتو جګړه کوو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د افغان چارواکو هغه څرګندونې رد کړي دي چې ګوندې روسیه غواړي افغانستان کې طالبان د داعش د وسله والې ډلې په خلاف وکاروي.
په دې وروستیو کې روسي رسنیو په مسکو کې د افغان سفیر عبدالقیوم کوچي له قوله ویلي و چې روسیه غواړي په افغانستان طالب وسله وال د داعش د ډلې پر خلاف وکاروي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ وویل:
"زه د دې احتمال هم نه شم تصور کولی چې روسیه دې ممکن له طالبانو څخه د داعش پر خلاف جګړه کې کار واخلي، موږ د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره په خپلو ټولو امکاناتو جګړه کوو، موږ په دې جګړه کې د سوریې د حکومت ملاتړ کوو، موږ په همدې هدف له عراقي ځواکونو سره مرسته کوو او دې کې شک نه شته چې موږ غواړو د افغانستان خلک داعش په خپله خاوره کې وځپي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې هم مسکو کې د افغان سفیر عبدالقیوم کوچي څرګندونې رد کړي او هغه یې له حقیقت لرې او د دواړو هیوادونو تر منځ د اعتماد په زیان بللي دي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguy9q3ak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته