کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان په خبرو اترو کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 اسد 1397 ساعت 11:00

روسیه وايي، طالبانو په هغو خبرو اترو کې چې د سیپټمبر د میاشتې په څلورمه نېټه په مسکو کې پلان شوي د دوی له خوا د ګډون بلنه منلې ده.



مسکو دا اعلان په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي چې په دې لړ کې یې له افغان ځواکونو سره تر ټولو خونړۍ نښتې په وروستیو کې د غزني په ولایت کې وې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ په سوچي کې خبریالانو ته وویل، مسکو طالبان د سیپټمبر په ۴مه نیټه د خبرو لپاره وربللي دي او هیله لري چې ګټورې خبرې اترې به وشي.
د لاوروف په وینا د طالبانو لومړی عکس العمل مثبت و او دوی پلان لري چې په دې خبرو کې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سیپټمبر په ۴ مه نیټه د مسکو په خبرو کې به پر طالب استازو سربېره، د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هندوستان استازي هم برخه ولري.
روسي چارواکي وايي ددې خبرو هدف دا دی چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې پروسه کې پرمختګ وشي، او دغلته هرڅومره زر چې ممکنه وي سوله وشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا د امریکا په شمول نور هېوادونه هم دې خبرو اترو ته وربلل شوي.
 


د مطلب کود: 169277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169277/طالبان-په-خبرو-اترو-کې-د-ګډون-لپاره-مسکو-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com