کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان حکومت د مسکو په ناسته کې ګډون نه کوی/ روسیه: امریکا نه ګډون د واشنګتن دروغ نیت ثابتوی

1 سنبله 1397 ساعت 7:46

د هیواد خارجه وزارت وایی چی افغانستان حکومت افغانستان سولې ناسته کې په مسکو کې به ګډون ونه کړی. مخکې له دی هم امریکا اعلان کړی وو چی په دی ناسته کې ګډونه نه کوی.



 
د آوا په ګزارش سره، د روسیه خارجه وزارت اعلان کړ چی د ۱۲ هیوادونو څخه د افغانستان په شمول، پاکستان، ایران، هند، چین او امریکا څخه د افغانستان سولې لپاره مسکو کې ناسته کې ګډون لپاره دعوت کړی او په عینی حال کې، طالبان به هم په دی ناسته کې ګډون وکړی.
خو وروسته ددی چی امریکا اعلانوی چی په دی ناسته کې ګډون نه کوی، افغانستان خارجه وزارت هم وایی چی په دی ناسته کې ګډون نه کوی.
صبغت احمدی، د خارجه وزارت ویاند آریانا نیوز ته وویل: سولې پروسه باید د افغانستان په مشری وی؛ هرڅه چی په سیمه او نړۍ کې د افغانستان په اړه تر بحث لاندی نیول کیږی، باید د افغانستان جموری دولت په محور وی.
دا په داسی حال کې دی چی روسیه خارجه وزارت اعلان کړ چی مسکو ناسته په مشترک توګه د روسیه او افغانستان په مشری سره رامنځته کیږی.
خو آیا افغانستان حکومت د امریکا تر فشار لاندی د مسکو په ناسته کې ګډون څخه ډډه کړي؟
د روسیه خارجه وزارت په دی باور دی چی د واشنګتن نه ګډون په دی ناسته کې، د افغانستان په اړه د امریکا دروغین نیت څرګندوی.
 


د مطلب کود: 169293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169293/افغانستان-حکومت-د-مسکو-په-ناسته-کې-ګډون-نه-کوی-روسیه-امریکا-واشنګتن-دروغ-نیت-ثابتوی

آوا
  https://www.avapress.com