دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 169310
جنرال نیکولسن د افغانستان او سویلی اسیا لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی تګلاره بریالی وباله
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې تګلاره بریالی وباله.

جنرال نیکولسن تېره شپه له کابل څخه په واشنګټن کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، چې سیاسي جوړ جاړي د نوې تګلارې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د دې ستراتیژي بریا په دې کې ده چې د سولې او پخلاینې لپاره زمینه برابره شوې ده او ټینګار یې وکړ چې تر هر بل وخت اوس د افغان سولې او پخلاینې لپاره یوه ښه فرصت رامنځته شوی دی.
په پاکستان کې د طالبانو د ځالو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال نیکولس وویل چې وسله وال طالبان لا هم په پاکستان کې ازادنه ګرځي را ګرځي او د طالبانو د ټپیانو درمنله د پاکستان په روغتونو کې کیږي.
په همدې حال کې جنرال نیکولسن وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان نوي لومړی وزیر عمران خان ترمنځه خبرې پیل شوي او د روانو خبرو اترو مثبتو پایلو ته هیله مندي وښوده.
 
https://avapress.com/vdcfy1dyxw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته