کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی ویډیو کنفرانس له لارې غزنی ولایت ملکی او نظامی مسؤولانو سره وروستیو امنیتی پرمختګونو په اړه خبری وکړ

1 سنبله 1397 ساعت 17:30

ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیويي کنفرانس له لارې د غزني ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو سره د دغه ولایت د وروستیو امنیتي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې چې یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو حضور درلود، د غزني والي، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان، د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان، د غزني امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس ددغه ولایت د عمومي امنیتي او ټولنیز وضعیت، په اړه معلومات وړاندې کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غزني والي جمهوررئیس ته په دغه ولایت کې د دولتي ادارو د فعالیت د پیلیدو او اړمنو ته د بشري مرستو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، مخابراتي شبکې، د اوبو شبکې او صحي مراکز فعال شوي دي.
د ارګ ماڼی په وینا، ورپسې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د ملي امنیت عمومي رئیس او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس هر یو د خپلو اړوندو ارګانونو د فعالیتونو، پرمختګونو او ستونزو په اړه سپارښتنې او نظریات شریک کړل.
ولسمشر غني د دوی د راپور له اورېدو وروسته په غزني ولایت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو میړانه او زړورتوب وستایه، ويې ویل چې د غزني ولایت ستونزو ته د رسېدنې په موخه به ټول لازم اقدامات ترسره شي او د اړوندو ادارو مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزو ته جدي رسیدګي وکړي.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي، چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تل په خورا سختو شرایطو کې له ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو څخه د دفاع په لار کې قرباني ورکړې ده او په دې یې خوښي وښوده چې وسله‌وال ځواکونه د افغانستان د ټولو اقشارو ملاتړ له ځان سره لري او په عالي روحیه د دښمنانو شوم پلانونه خنثا کوي.
 


د مطلب کود: 169311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169311/ولسمشر-غنی-ویډیو-کنفرانس-له-لارې-غزنی-ولایت-ملکی-او-نظامی-مسؤولانو-سره-وروستیو-امنیتی-پرمختګونو-په-اړه-خبری-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com