دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 169313
کورنیو چارو وزیر: هغه کسان چی اختر ورځو کې امنیت ساتلو کې بی کفایتی کړي، مجازات کیږی
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د کابل ښار يو شمېر امنیتي مسؤلین د اختر په لومړۍ ورځ د دغه ښار په يو شمېر سیمو د راکټي حملو په مخینوي کې په کفایتۍ تورن کړل.

ویس احمد برمک د پنجشبې په ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د امرینو او نورو مسؤلینو سره په ناسته کې په ټینګار سره وویل، هغو کسانو چې د دغې پېښې په مخنیوي کې غفلت کړی مجازات به شي.

نوموړي زیاته کړه:
"تاسو ماته او امنیتي مرستیال ته ځواب ووايئ چې يوه شپه وړاندې تاسو د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څه کړي او څه امنیتي تدابیر مو نیولي و، تاسو نه زه ځواب غواړم، هغو کسانو چې د دغې پېښې په مخنیوي کې غفلت کړی او خپل کار یې په سمه توګه سر ته نه دی رسولی باید مجازات شي."
برمک زیاته کړه چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د اختر په لومړۍ ورځ د کابل ښار پر يو شمېر سیمو د راکټي بریدونو په اړه بشپړ معلومات له خلکو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په لومړۍ ورځ څو تنه بریدګر د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د کابل عیدګاه جومات شاته په يوه سرای کې ځای په ځای شوي او له هغه ځای یې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت څو راکټونه وتوغول او له امنیتي ځواکونو سره يې شا او خوا درې ساعته وسله واله نښته هم وکړه.
بلخوا له دغه برید وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ ماڼۍ کې د امنیتي او دفاعي سکټور ناسته کې ښاغلي غني ټینګار وکړ چې خلک حساب ورکوونکی حکومت غواړي او امنیتي او دفاعي سکټور باید د دې پېښې په اړه ولس ته د قناعت وړ ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان امنیتي مسؤلینو د اختر په ورځو کې د کلکو امنیتي تدابیرو خبره کړې وه، خو يو شمېر امنیتي کارپوهان وايي چې د دوی پلانونه يوازې د کاغذ پرمخ وي او په عملي کولو کې یې دوی تل پاتې راځي.
https://avapress.com/vdciz3azpt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته