دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 169321
بادغیس سیمه ایز پولیسو قطعاتو آمر طالبانو سره یوځای شو
د ریپورتونو له مخې د بادغیس ولایت پولیسو قوماندی سیمه ایز پولیسو قطعاتو آمر تیره شپه(پنجشنبه) د پولیسو صف پريښی او طالبانو سره یوځای شوی دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د بادغیس ولایتی شورا یو غړۍ ددی خبری تایید ترڅنګ ویلی دی چی دا آمر د خپل دوه تنو همراهانو او پنځه میله اسلحو سره طالبانو سره یوځای شوی دی.
محمد ناصر نظری؛ د بادغیس ولایتی شورا غړۍ وویل چی دا مامورین یو رنجر موټر هم د ځان سره وړی دی.
ښاغلی نظری د آمر اصلی انګیزی په اړه څه نه دی ویلي.
ویل کیږی چی په حاضر حال کې د سیمی په سلهاوو تنه اوسیدونکې د سیمه ایز پولیسو په چارچوکاټ کې د نورو امنیتی ځواکونو ترڅنګ په دی ولایت کې فعاله دی.
د یادولو وړ دی چی لومړۍ ځل، سیمه ایز پولیسو قطعات د خاصو امریکایی ځواکونو له لوری د بادغیس بالامرغاب او قادس ولسوالی کې مستقر شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchiwnzz23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته