دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 169323
امریکا او روسیی ملی امنیتی سلاکاران په ژنیو کې سره کتلي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي د پنجشنبې په ورځ یې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي د پنجشنبې په ورځ یېخپل روس سیال نیکولای پاتروشیف ته په ژنیو کې د خبرو پرمهال خبرداری ورکړ چې واشنګټن به د کانګرس لپاره په راروانو منځ مهالو انتخاباتو کې د مسکو لاسوهنه ونه زغمي.

بولټن وویل چې له پاتروشیف سره په کتنه کې یې د افغانستان، سوریې، اوکراین او ګڼ شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې خو دا یې هم ورته په ډاګه کړه چې د امریکا په راروانو انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنه به ونه زغمي:
"ما ورته په ډاګه کړه چې موږ به د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې د دوی لاسوهنه ونه زغمو او چمتو یو چې د لاسوهنو د مخنیوي په برخه کې ضروري ګامونه واخلو."

ښاغلي بولټن زیاته کړه چې ده په دې کتنه کې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د پای ته رسولو لپاره د یولړ اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې.
بولټن او پاتروشیف دواړو له خپلې کتنې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکړل.
دا د متحدایالاتو او روسیې د ولسمشرانو د تېرې میاشتې له سرمشریزې وروسته د دواړو هېوادونو ترمینځ لومړۍ دوه اړخیزه غونډه وه.

خو له غونډې وروسته دواړو وویل چې دوی به ګډه اعلامیه خپره نکړي ځکه روسیې د متحدایالاتو له دې ټینګار سره مخالفت وکړ چې د اعلامیې په متن کې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو عبارت ذکر شي.
د امریکا استخباراتي ادارو له څېړنو وروسته ویلي دي چې روسي فعالانو په ۲۰۱۶ کال کې د انتخاباتي کمپاین د هک کولو او پر ټولنیزو شبکو د ناسمو معلوماتو د خپرولو په وسیله حمله کړې وه او غوښتل یې د انتخاباتو نتیجه د ټرامپ په ګټه منحرفه کړي خو دا وېره شته چې په نوامبر میاشت کې د کانګرس په منځمهالو انتخاباتو کې بیا د لاسوهنې هڅه وکړي.
مسکو دا تورونه رد کړي خو واشنګټن په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په ځواب کې پر مسکو یولړ بندیزونه لګولي او یوشمیر روسي ډيپلوماتان یې ایستلي دي.
 
https://avapress.com/vdcj8hevtuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته