کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څلور اوکراینی سرتېری روس پلوو بیلتونپالو سره په نښتو کې وژل شوي

2 سنبله 1397 ساعت 10:54

اوکرایني چارواکي وايي چې لږترلږه څلور اوکرایني سرتېري د دې هېواد په ختیځ کې له روس پلوو بیلتونپالو سره په نښتو کې وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان دي.



د اوکراین دفاع وزارت پرون (پنجشنبې) وویل چې له څو میاشتو وروسته دا په یوځل د اوکرایني سرتېرو تر ټولو زیات تلفات دي.
اوکرایني چارواکي وايي، نښتې هغه مهال پیل شوې چې بیلتونپالو په لوهانسک سیمه کې پر دولتي سرتيرو ډزې وکړې خو بیلتونپالو ویلي چې دوی د دولتي ځواکونو په وړاندې ځوابي ډزې کړې دي.
د ۲۰۱۴ کال له اپریل میاشتې راهیسې په اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او بیلتونپالو ترمینځ په نښتو کې له لس زرو زیات کسان وژل شوي دي.
روس پلوو بیلتونپالو د اوکراین د ختیځو لوهانسک او دونیڅک ښارونو پر ځینو برخو ولکه ټینګه کړې ده.


د مطلب کود: 169324

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169324/څلور-اوکراینی-سرتېری-روس-پلوو-بیلتونپالو-سره-په-نښتو-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com