دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۰
د مطلب کود : 169332
کابل بانک پخواني رئیس شیرخان فرنود ومړ
د کابل بانک پخواني رئیس شیر خان فرنود، چې د کابل بانک د قضیې په تړاو زنداني شوی و، د بګرام په یوه زندان کې ومړ.


باخبره سرچینې وایي چې ښاغلي فرنود د ۵۷ کالو په عمر د ورپیښې ناروغی له امله د بګرام په یوه زنداان کې مړ شویدی.
کابل بانک د پوکر نړیوال لوبغاړي شیرخان فرنود له خوا په ۲۰۰۴ میلادي کال کې جوړ او په فعالیت پیل کړ خو دغه بانک د ۲۰۱۰ کال په اګست کې د درغلیو له رسوا کېدو او د ژور کړکېچ له راپیدا کېدو وروسته د افغان دولت له لوري وتړل شو.
د افغانستان استیناف محکمې شاوخوا څلور کاله مخکې د کابل بانک قضیې په تړاو د دغه بانک پخواني مشران خلیل الله فیروزي او شیر خان فرنود هر یو په لس کلن بند محکوم کړل.
د استینافف محکمې د پرېکړې له مخې، د کابل بانک پخواني رئیس شیر خان فرنود او مرستیال خلیل الله فیروزي دواړه په څه باندې پنځه سوه میلیون ډالره نغدي جریمې هم محکوم شول.
ورپسې د افغانستان سترې محکمې د کابل بانک په قضیه کې د ښکېلو کسانوپه اړه د استیناف د ځانګړې محکمې پریکړه تایید کړه.
 
https://avapress.com/vdcjthev8uqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته