دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۴
د مطلب کود : 169333
ملی امنیت ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې بریدګرو یو مهم مرکز باندی عملیات کړي
په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت اړوند ځانګړو ځواکونو د بریدګرو پر یوه مهم مرکز عملیات ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د چهار شبنې په شپه د ملي امنیت ریاست ځآنګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ کې په جلال اباد ښار د بریدونو د پلان جوړولو په سیمه عملیات ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په د عملیاتو په ترڅ کې یو داعش وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي، همدا راز د دوی سره د اړیکو په تور ۶ تنه نور هم نیول شوي دي .
په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست وایي، د دې عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر چاودیدونکې توکې او مهمات لمنځه وړل شوي او درې میله کلاشینکوف د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي او د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcaeon6e49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته