د بادغیس د امنيه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني په دی اړه وویل دا پېښه د اختر په دوهمه ورځ شوې ده.
ښاغلي امیني ویلي دا ښځه له خپل پلار سره په موټر سایکل د قادس ولسوالۍ د برنج سیمې ته روانه وه چې دریو کسانو پرې جنسي تېری وکړ.
د بادغیس د امنيه قوماندانۍ وايي په دې پیښه کې د لاس لرولو په تور يې یو مشکوک کس نیولي او د دوه نورو لټون پیل شوی دی.