د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې دریو کسانو پر یوې ۲۵ کلنې ښځې ډله اییز جنسي تېری کړی دی.
بادغیس کې دریو کسانو پر یوه ۲۵ کلنې ښځې جنسی تېری کړي
2 سنبله 1397 ساعت 21:20
د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې دریو کسانو پر یوې ۲۵ کلنې ښځې ډله اییز جنسي تېری کړی دی.
د بادغیس د امنيه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني په دی اړه وویل دا پېښه د اختر په دوهمه ورځ شوې ده.
ښاغلي امیني ویلي دا ښځه له خپل پلار سره په موټر سایکل د قادس ولسوالۍ د برنج سیمې ته روانه وه چې دریو کسانو پرې جنسي تېری وکړ.
د بادغیس د امنيه قوماندانۍ وايي په دې پیښه کې د لاس لرولو په تور يې یو مشکوک کس نیولي او د دوه نورو لټون پیل شوی دی.
د مطلب کود: 169334