کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د طالب ټپیانو د درملنې او د افغان سولې په اړه د ناټو قوماندان تازه څرګندونې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1397 ساعت 8:15

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې تګلاره بریالی وباله.



جنرال نیکولسن تېره شپه له کابل څخه په واشنګټن کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، چې سیاسي جوړ جاړي د نوې تګلارې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د دې ستراتیژي بریا په دې کې ده چې د سولې او پخلاینې لپاره زمینه برابره شوې ده او ټینګار یې وکړ چې تر هر بل وخت اوس د افغان سولې او پخلاینې لپاره یوه ښه فرصت رامنځته شوی دی.
په پاکستان کې د طالبانو د ځالو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال نیکولس وویل چې وسله وال طالبان لا هم په پاکستان کې ازادنه ګرځي را ګرځي او د طالبانو د ټپیانو درمنله د پاکستان په روغتونو کې کیږي.
په همدې حال کې جنرال نیکولسن وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان نوي لومړی وزیر عمران خان ترمنځه خبرې پیل شوي او د روانو خبرو اترو مثبتو پایلو ته هیله مندي وښوده.
 


د مطلب کود: 169336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169336/په-پاکستان-کې-د-طالب-ټپیانو-درملنې-او-افغان-سولې-اړه-ناټو-قوماندان-تازه-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com