په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت اړوند ځانګړو ځواکونو د بریدګرو پر یوه مهم مرکز عملیات ترسره کړي.
ننګرهار کې ځانګړو ځواکونو د بریدګرو پر یوه مهم مرکز عملیات ترسره کړل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1397 ساعت 8:25
په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت اړوند ځانګړو ځواکونو د بریدګرو پر یوه مهم مرکز عملیات ترسره کړي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د چهار شبنې په شپه د ملي امنیت ریاست ځآنګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ کې په جلال اباد ښار د بریدونو د پلان جوړولو په سیمه عملیات ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په د عملیاتو په ترڅ کې یو داعش وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي، همدا راز د دوی سره د اړیکو په تور ۶ تنه نور هم نیول شوي دي .
په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست وایي، د دې عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر چاودیدونکې توکې او مهمات لمنځه وړل شوي او درې میله کلاشینکوف د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي او د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه هم دوام لري
د مطلب کود: 169338