کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت د ټاکنو کمېسیون په وړاندې د معترضانو خېمې لیرې کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1397 ساعت 10:50

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د دغه بنسټ د دروازو تړلي پاتې کېدل د دې لامل شوی چې د دغه کمېسیون وځنډېږي او شاته پاتې شي.



ځینې هغه کسان چې نومونه یې د ولسي جرګې ټاکنو له نوملړه ایستل شوي، له دوو اوونیو راهیسې په کابل او ځينې ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دروازو په وړاندې اعتراض کړی او د دغه بنسټ کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې خپلو کارونو ته ورسېږي.
اوس د ټاکنو کمېسیون چارواکي د دغه وضعیت له دوام څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دغه اعتراضونه باید ملي بهیرونه له ننګونې سره مخامخ نه کړي.
د ټاکنو کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«حکومت موږ ته ژمنه راکړې چې د اوونۍ په پیل کې زموږ دفترونه پرانیزي او خېمې لیرې کوي دا چې په کوم طریقه دوی سره جوړېږي دا په هغوی (حکومت او لیرې کړل شویو استازو) پورې اړه لري.»
په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې اعتراض د هېوادوالو قانوني حق دی، که‎چېرې له دغو اعتراضونو سره ملي بهیرونه زیان وویني، له لاریون کوونکو سره به قانوني چلند وشي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«مذاکره دوام لري هغه نوماندان چې معترض دي او خدای غوښتي وي چې د مذاکرې او خبرو له لارې ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي، له هغې پرته د قانون په سمون کې هغه اعتصابونه او اعتراضونه چې د دغو اعتراضونو په کوم ځای کې دایرېدای شي د هغه پر بنسټ له دغو همکارانو او پلویانو سره یې اړ یوو قانوني چلند وکړو.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي وايي چې د ټاکنو رایو ورکولو په پاڼو کې، د نوماندانو شهرت ثبت شوی چې وروستي نوملړ ته یې لاره پیدا کړې او دا نوملړ بدلون نه مومي. ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د (UNDP) له همکارۍ سره کابو د ټاکنو کابو ۱۰ مېلیونه پاڼې په عربي متحده اماراتو کې چاپ شوي دي.
که‎څه هم ښاغلی هاشمي وايي چې اعتراض کوونکو سره د اعتراضونو د پای لپاره سلامشورې روانې دي او هیله ده چې پایلې ته ورسېږي، خو ځینې اعتراض کوونکي وايي تر هغې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي چې غوښتنې یې پوره نه شي.
یو له دغو اعتراض کوونکو قیس حسن وايي:«همدا ظلم چې خلک یې له نوملړه ایستلي او غواړي چې د خلکو وینه تویه کړي موږ دغې وینې تویولو ته چمتو یوو.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي، وايي د اعتراضونو له امله نه دي توانېدلي چې د رایو ورکولو په مرکزونو کې د رایو ورکوونکو د واجدینو نوملړ یې چمتو کړی نه دی او همدارنګه د ټاکنو د ورځې لپاره د کارکوونکو ګمارل چې ټاکل وه د دوشنبې په ورځ پيل شي، تراوسه پیل شوې نه ده.
 


د مطلب کود: 169350

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169350/حکومت-د-ټاکنو-کمېسیون-په-وړاندې-معترضانو-خېمې-لیرې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com