کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایي ځواکونو په کونړ کې د داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1397 ساعت 13:22

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په کونړ ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو پر پټنځایونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي.



په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش ۵ غړي وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه د نرنګ او ماڼوګی ولسوالیو په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کونړ  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
سیلاب قول اردو تېره اوونی وویل، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالی د تیتک په سیمه کې د داعش تروریستي ډلې په پټنځایونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د امین الله په نوم ۱ تن داعش وژل شوی، ۱ میل کلاشینکوف او ۱ پایه آیکم مخابره یې له منځه وړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 169359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169359/امریکایي-ځواکونو-په-کونړ-کې-د-داعشیانو-پټنځایونه-بمبار-کړي

آوا
  https://www.avapress.com