کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناڅرګندو چورلکو او په افغانستان کې د داعشاینو تجهیز په اړه د روسیې تازه ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1397 ساعت 14:59

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان یا داعشیان د ناڅرګندو چورلکو له لوري تجهیزات ترلاسه کوي.



افغان امنیتي چارواکو تر دې مخکې هغه راپورونه رد کړي چې وایي د داعش ډلې پلویان د ناڅرګندو الوتکو له لوري تجهیز او تمویلېږي.
که څه هم افغان چارواکو د روسیې حکومت د وروستیو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرپل ولایت اوسېدونکو او ځایي خبریالانو په حواله په یوه بیان کې ویلي چې په یاد ولایت کې لا هم داعش وسله وال د ناڅرګندو الوتکو له لوري تجهیزات ترلاسه کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د داعشیانو د تجهیز لړی د مشترک المنافع هېوادونو پولو ته څېرمه ترسره کېږي په داسې حال کې چې د دغو هېوادونو ګڼ شمېر اتباع په افغانستان کې د داعشیانو په لیکو کې په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او افغان حکومتي او امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه ي ویلي.
د یادونې وړ ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د شمالي ولایتونو په ګډون د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د داعشیانو او نورو وسله والو په وړاندې په عملیاتو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 169372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169372/د-ناڅرګندو-چورلکو-او-په-افغانستان-کې-داعشاینو-تجهیز-اړه-روسیې-تازه-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com