کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترامپ د امریکا ۲۰۰ میلیونو دالرو مرسته فلسطینانو سره ودروله

3 سنبله 1397 ساعت 15:44

د امریکا خارجه وزارت وویل چی د ترامپ په امر ۲۰۰ میلیون دالر د اقتصادی مرستو څخه غزه او کرانه باختری ته درولي دی.



د آوا په ګزارش سره، څو میاشتې مخکې هم امریکا ۶۵ میلیون دالره خپل مرستې فلسطینیانو لپاره د سازمان ملل امدادی دفتر سره قطع کړی وو.
د امریکا خارجه وزارت یو مقام وویل چی دا تصمیم د امریکا ملی ګټو لپاره اخیستل شوی دی.
د واشنګتن او فلسطینیانو ترمنځ اړیکې د دونالد ترامپ په راتلو سره دیر خراب شوی او بالخصوص هغه وخت څخه چی ترامپ بیت المقدس ته د خپل هیواد سفارت لیږد امر صادر کړ.
بیت المقدس د اسراییل رژیم پلازمینی په حیث رسمیت پیژندلو باندی ترامپ بیاځلې ټینګار په لړ کې، فلسطینیانو تشکیلات د تیر کال په دسامبر کې اعلان کړ چی نور امریکا په خاورمیانه کې د سولې مذاکراتو لپاره میانجی په حیث په رسمیت نه پیژنی او خپل اړیکې د واشنګتن سره په دی برخه کې ودرول.
ددی اقدام په وړاندی د تیلور فورس په نامه مصوبه هم تر څیړنې لاندی ونیول شو چی فلسطینیانو باندی فشار راوړی ترڅو هغو کسانو چی هر ډول تروریستی اقدامات د اسرائیل په وړاندی په وړاندی ترسره کوی، مرسته ورسره ودریږی.
د امریکا خارجه وزارت د جمعه په ورځ اعلان کړ چی فلسطینیانو سره ۲۰۰ میلیونو ډالرو مرسته به په نورو ځایونو کې چی لومړیتوب لری ولګوی.
سازمان ملل او فلسطینیانو تشکیلات دیر ځلې خبرداری ورکړی چی فلسطینی کورنیو سره د مرستو قطع کول به اشغالی سیمو اوسیدونکو لپاره به شرایط نور هم سخت کړی.
 
 


د مطلب کود: 169380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169380/ترامپ-د-امریکا-۲۰۰-میلیونو-دالرو-مرسته-فلسطینانو-سره-ودروله

آوا
  https://www.avapress.com