خوښ ديک ۰

کنګو تبه په ۲۹ ولایتونو کې د ۳۰۰ تنو څخه، ۳۲ تنو ژوند واخیست

د کنګو تبې مریضی د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې تشخیص شوی چی نږدی ۳۰۰ کسانو څخه ۳۲ تنو ژوند اخیستی دی.
کنګو تبه په ۲۹ ولایتونو کې د ۳۰۰ تنو څخه، ۳۲ تنو ژوند واخیست
 
د آوا په ګزارش سره، د عامه روغتیا وزارت دا آمار خطرناک وبلل او خلګو څخه وغوښته ترڅو ددی مریضی څخه مخنیوی لپاره داکترانو ښوونو ته توجه ولری.
د کنګو تبی مریضی د یو ډول ویروس څخه چی په یو ډوله کنه حیوان کې شتون لری، منځته راځی. دا کنې هم لیږدوونکې او هم ددی ویروس ناقلو څخه دی.
دا ویروس کولای شی اهلی او وحشی حیوانات په دی مریضی اخته کړی او انسانانو تماس سره به انسانان هم دا مریضی باندی اخته کیږی.
بیله شترمرغ، ټوله الوتونکې ددی ویروس په وړاندی مقاوم دی.
دا مریضی د تیرو کلونو په مقایسه ډیر شوی دی. په اتو لومړیو میاشتو کې سږکال ۲۶۷ تنه په ۲۹ ولایتونو کې دا مریضی باندی اخته شوی دی.
د عامه روغتیا وزارت مسؤولین ټینګار کوی چی د حیواناتو په ذبحه کې د نخاسو نه شتون او حفظ الصحه نه مراعتول د مهمو خبرو څخه دی چی د کنګو مریضی د ډیریدو لامل ګرځی.
 
شنبی ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود: 169381 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *