کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی استازی: غزنی باندی طالبانو بیاځلی برید په اندیښمند یو

3 سنبله 1397 ساعت 15:58

د غزني د خلکو یوشمېر استازي په دغه ښار کې د طالبانو د بیا ځلي حملې له وېرې په اندېښنه کې دي.



په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یو شمېر استازي په غزني ښار د طالبانو له بیا ځلې حملې په وېره کې دي او وايي چې طالبان دا وخت د فرصت په لټه کې دي.
دوی وايي، د غزني ښار په څنډو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي او په خبره یې چې طالبان په ډېرو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي او په ولایتي شورا کې د دوی استازي حمیدالله نوروز په دې اړه وویل:
"طالبان د غزني ښار په شااوخوا کې وخت نا وخت راښکاره کېږي او خلک وايي چې طالبان به بیا حمله وکړي، دوی وايي چې طالبان اوس هم دا توان لري چې هر وخت په غزني ښار حمله وکړي او سیمه ناامنه کړي."
"اندېښنې شته، څرنګه چې غزني یو ستراتژیک او ستر ښار دی، نو ځکه مخالفین کولای شي چې په اسانه توګه په مرکز کې نفوذ وکړي."
د غزني ولایتي شورا د دغه ولایت په اړه د حکومت د جدي اقداماتو او دغه شان د اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کوي.
غزني ښار شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد و.
 


د مطلب کود: 169382

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169382/غزنی-استازی-باندی-طالبانو-بیاځلی-برید-په-اندیښمند-یو

آوا
  https://www.avapress.com