دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 169384
هلمند ولایت کې کرنې ریاست ۱۵۰۰ میوو باغونه جوړوی
د هلمند د کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ د ميوو باغونه جوړوي.

د دغه ریاست د پلان او پروګرامونو د برخې همغږي کوونکي سید رفیع الله قلم په دی اړه ویلي، دامهال ۸ زره نیالګي دغو باغونو ته په پام کې نیول شوي.
نوموړي وویل، دغه نیالګي د ولایت د کرنیزو چارو د ټولنې له لورې اخيستل شوي او په باغ لرونکو وېشل کېږي.
د هلمند د کرنې ریاست وايي، تېرکال هم ورته پروګرامونه پلي شوي چې ښې پایلې یې درلودې.
د دوی په وینا، دا ډول پروګرامونه د باغ لرونکو د اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ د ولایت د عوایدو په لوړولو کې هم مرسته کوي.
https://avapress.com/vdcg7y9qtak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته