دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 169385
افغان هوایي ځواکونو غزني ۱۸ وسله وال وژلي
د غزني ولایت د مقر ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان هوایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وسله وال وژل شوي.

په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د نجات په نوم د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې مشری یی د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرال دادان لونګ په غاړه لري، افغان هوایي ځواکونو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په اړونده سیمو کې ترهګرپه نښه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، یوعراده هاموي چي پخوا ترهګرو لاسته ورغلې وه او یو شمېر وسلې د ترهګرو له منځه وړل شوی دي.
د تندر قول اردو په وینا، د وژل شوو په ډله کې د نصرت ګروپ دوه تنه قوماندانان هم شامل دي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6wnzm23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته