دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 169390
د کرویشیا ولسمشرې په بلخ کې د خپل هېواد له سرتېرو سره لیدلي
د کرویشیا ولسمشره افغانستان ته راغلې وه او هلته یې د خپل هېواد له هغو سرتېرو سره کتلي چې دلته د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

د کرویشیا رسنیو راپور ورکړی دی چې کلویندا ګرابر کیتاروچیک پرون په مزار شریف کې د کرويشیايي سرتېرو پوځي کمپ ته ورغلې وه.
مېرمن کیتاروچیک د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې افغانستان، جنوب ختیځه اسیا او مرکزي اسیا لا هم له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې باید په وړاندې یې مبارزه وشي.
نوموړې د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې په افغانستان کې د دوی دنده ددوی د خپل هېواد د امنیت له ساتلو سره مرسته کوي.
دا مهال په افغانستان کې تر سلو زیات کرويشیايي سرتېري د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnn0fzyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته