دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 169391
امریکا، فلسطین ته څه دپاسه ٢٠٠ میلیونه ډالره مرستې بندې کړې
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت فلسطینیانو ته څه دپاسه ٢٠٠ میلیونه ډالر اقتصادي مرستې ودرولې.

امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دغه تصمیم په لویدځه غاړه او غزه کې د پروژو د تمویل له څیړنې وروسته ونیول شو چې پیسې د امریکا د ملي گټو سره سمې ولگول شي او د امریکایي مالیه ورکوونکو درناوی وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی وایي اوس به دغه پیسې نورو پروژو ته چې "ډیرې مهمې او لومړیتوب ولري" ورکړل شي.
دغه چارواکی وایي پدغه تصمیم کې د نړیوالې ټولنې په وړاندې هغه چلنجونه هم په پام کې نیول شوي چې غزې ته د مرستو په ورکولو کې ورسره مخامخ دي. په غزې کې د "حماس واکمنۍ د خلکو ژوند له گواښ سره مخامخ کړی او روان سخت بشري او اقتصادي حالات یې نور هم خراب کړي دي."
د حماس اسلامپاله سخت دریځې ډلې په ٢٠٠٧ کال کې د فلسطیني ادارې نه چې نړیوال یې په رسمیت پیژني د غزې کنترول ونیو او په نتیجه کې اسرائیل او مصر پدې سیمه باندې سخت اقتصادي محدودیتونه ولگول.
اسرائیل وایي د حماس په وړاندې اقتصادي محاصره اړینه ده، ځکه دغه ډله د اسرائیل نابودي غواړي. دې کار په پراخه د غزې اقتصاد وځپه، خو ونشو کړای چې حماس وپرزوي او یا یې بې واکه کړي.
حماس چې اسرائیل په رسمیت نه پیژني د مصر په منځگړیتوب د اقتصادي محاصرې د راکمولو، وروستیو دښمنیو د پای ته رسولو او اوربند لپاره خبرې کوي.
له بلې خوا د جی ستریټ په نامه یوې غیر انتفاعي امریکایي ډلې چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د کړکیچ د سوله ییز حل هڅه کوي د امریکا پر تصمیم سخته نیوکه کړې ده . د حکومتي چارو لپاره ددې ډلې د رئیس مرستیال دیلان ویلیام د امریکا دغه اقدام "اخلاقي بې عدالتي او یو عمده ستراتیژیکه اشتباه" گڼلی دی.
هغه ویلي دي چې "د دغو مرستو درول به په غزه کې د بشري بحران په ژورولو سره د اسرائیل امنیت ته گواښ پیښ کړي، په لویدیځه غاړه کې به روان سخت حالات نور هم بې ثباته کړي او د تاوتریخوالي او ناارامۍ د رامنځ ته کیدو لپاره به نگوره هم زمینه برابره شي."
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoo8zzjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته