دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 169402
عطامحمد نور: کابل بانک پخوانۍ رئیس په مرموز ډول وژل شوي دی
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور وایي د کابل بانک پخواني رئیس شیرخان فرنود په مرموز ډول مړ شوی دی.

ښاغلی نور د یو بیان په خپرولو سره د کابل بانک پخواني رئیس د شیرخان فرنود زنداني کیدل او د هغه د جایدادونو، شتمنیو او د پانګو ضبطول یوه دسیسه وبلله.
باخبره سرچینې وایي چې ښاغلي فرنود د ۵۷ کالو په عمر د ورپیښې ناروغی له امله د بګرام په یوه زنداان کې مړ شوی دی.
د افغانستان استیناف محکمې شاوخوا څلور کاله مخکې د کابل بانک قضیې په تړاو د دغه بانک پخواني مشران خلیل الله فیروزي او شیر خان فرنود هر یو په لس کلن بند محکوم کړل.
د استینافف محکمې د پرېکړې له مخې، د کابل بانک پخواني رئیس شیر خان فرنود او مرستیال خلیل الله فیروزي دواړه په څه باندې پنځه سوه میلیون ډالره نغدي جریمې هم محکوم شول.
ورپسې د افغانستان سترې محکمې د کابل بانک په قضیه کې د ښکېلو کسانوپه اړه د استیناف د ځانګړې محکمې پریکړه تایید کړه.
 
https://avapress.com/vdchvwnzi23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته