د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له دندې استعفا ورکړه او د ملي امنیت شورا یې هم استعفا منلې ده.
حمدالله محب د ملي امنیت شورا د نوي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1397 ساعت 19:13
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له دندې استعفا ورکړه او د ملي امنیت شورا یې هم استعفا منلې ده.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار نن ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړه او ولسمشر هم د نوموړي ګوښه کیدل منظور کړل.
دغه راز ښاغلي چخانسوري زیاته کړې، چې د ښاغلي اتمر پر ځای په د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ملي امنیت شورا د نوي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.
د مطلب کود: 169407