دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 169417
مشهور امريکايي سناتور جان مک کين د ۸۱ کلونو په عمر سا ورکړه
د امریکا متحده ایالتونو د کانګرېس مشهور سناتور او د ویتنام د جګړې اتل جان مک کین د ۸۱ کلونو په عمر مړی شو دی.
د جان مک کین له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي مک کین پرون شنبه مازدیګر څلور بجې او ۲۸ دقیقې سا ورکړه.
نوموړی د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د مغزو سرطان په سخته ناروغۍ اخته شو او په متحده ایالتو کې یې تر درملنه لاندې و.
ښاغلي مک کین ۶ دورې د امریکا په سنا مجلس کې د ارېزونا​ ایالت استازیتوب کړی دی او د امریکا متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شوی هم و.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سناتور مک کین په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د ښاغلي مک کین پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfn0f5yt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته